اقتصاد

د هنر نړيواله ورځ په سمنګانوکې ونمانځل شوه

ايبک باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د هنر نړيواله ورځ نن د هنري نندارتون په پرانستلو سره په سمنګانو ولايت کې ونمانحل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د سمنګانو د لوړو زده کړو د موسسې په انګړکې جوړه شوې وه؛ د سمنګانو والي عبدالکريم، د هنر د ورځې نمانځل او په دغه ولايت کې د رسامۍ او انځورګرۍ هنرونو د پراختيا په لاره کې د دغه شان  نندارتونونو جوړول مهم وبلل او د دغه نندارتون  له جوړونکو او د سمنګانو د لوړو زده کړو د موسسې له مسوولينو څخه يې قدرداني وکړه.
په دغه نندارتون کې د رسامۍ او انځورګرۍ څلويښت آثاره نندارې ته وړاندې شوي وو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته