امنیت

دولت په فراه کې له لسګونو تنو کروندګرو سره مرسته وکړه .

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په فراه ولايت کې له شپيتو تنو کروندګرو سره دکيمياوي سرې او دکرنې دسازمان آلاتو مرسته وشوه .
دفراه دوالي وياند ناصر مهري باختر آژانس ته وويل : دغه مرسته د افغانستان لپاره داقتصادي پرمختيا دهمغږۍ بنسټ له خوا په شپيتو تنو کروندګرو ويشل شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه مرسته دفراه ولايت د دريو کليو کروندګروته ورکړ شوې ده .
ده وويل دکيمياوي سرې او دکرنې دسازمان آلاتو دويشلو موخه دغنمو کرکيلې ته دبزګرانو هڅونه ده .
د ده دڅرګندونو له مخې له کروندګرو سره د دولت مرسته او پاملرنه کولاى شي تر څو له کروندګرو څخه دکوکنارو دکرکيلې انګيزه لرې کړي.
دغه راز دفراه دولايتي شورا رييسې جميلې امين دغه مرسته داپينوبديل کښت لپاره ګټوره وبلله .
د دې دڅرګندونو له مخې : بايد له کروندګرو سره له دې زياته مرسته وشي.
دا وايي په تيرکال کې دکوکنارو کرکيله کمه شوې وه اوسږکال دپروسږ کال په پرتله کمه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته