امنیت

د پکتيکا د پاسپورت د ادارې يوکارکوونکى د بډې اخستنې په تور ونيول شو

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
د پکتيکا د پاسپورت د ادارې يوکارکوونکى د بډې اخستنې په تور ونيول شو.
په رحمت الله افغان تور لګول شوى دى چې د پيسو په بدل کې يې د پکتيکا خلکو ته جعلي سندونه جوړول اود پاسپورت د اخستلو زمينه يې برابروله .
د پکتيکا د استخباراتو يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې نيول شوى کارکوونکى د بډې په اخستلواود پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره د جعلي سندونوپه برابرولو اعتراف کړى دى.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا