اقتصاد

دافغانستان او چين ترمنځ دهمکارى تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر دليندى څوارلسمه : دصنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صديقي نن دچين دولسي جمهوريت دبازار دتنظيم دادارې دوزير په مشري له چينايي هيئت سره دهمکارى تفاهم ليک لاسليک کړ . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه تفاهم ليک دصنعت او سوداګرى وزارت دمشرتابه هيئت او دچين دولسي جمهوريت دبازار دتنظيم ددولتي ادارې دهيئت ترمنځ په کتنه کې لاسليک شو . دصنعت او سوداګرى وزارت دچارواکو دڅرګندونوله مخې ، ددې تفاهم ليک موخه په سوداګريزو ، کوچنيو او منځنيو تشبثاتو او دصنايعو په برخو کې همکاري ده . په دې غونډه کې دسوداګريزو موضوعګانو او دافغانستان دصنعت او سوداګرى وزارت اودچين دولسي جمهوريت دبازار دتنظيم دادارې ترمنځ دهمکارى دنږدې اړيکو دټينګښت په باب خبرې وشوې . دصنعت اوسوداګرى وزارت سرپرستې کاملې صديقي په دې غونډه کې وويل چې په افغانستان کې داقتصادي پرمختيا په لاره کې دملي وحدت دحکومت وروستي لاسته راوړنې دپاملرنې وړ دي او دغه وزارت ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريودپراختيا غوښتنه کوي . ختم_ ف_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته