امنیت

په قندهار کې دځانمرګي بريد له امله څلور تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
په قندهار ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله څلور تنه ووژل شول اولس تنه نور  ټپيان شول .
ځانمرګي يرغلګر  په چاوديدونکو توکو بار موټر د عينو مينې  په ښارګوټي کې  دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دقندهار دوالي وياند قدرت الله  خوشبخت  يواځې په دغه بريد کې ددوو تنو  دوژل کيدو او دڅلورو تنو نورو ټپي کيدل تاييد کړل خو په قندهار ښار کې دميرويس روغتون يوه مسوول  باختراژانس ته وويل چې ددغې پيښې له امله روغتون ته څلور شهيدان اولس تنه ټپيان ليږدول شوي دي .
ده وويل دوه تنه وژل شوي کسان او هم  څه ناڅه شپږ تنه ټپيان ملکي وګړي دي .تراوسه پورې ددغه ځانمرګي  بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى  خو مخکې له دې دغه راز  پيښې په وسله والو طالبانو پورې  اړوندې بللي شوې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته