ټولنه

په بدخشان کې دوارې ښوئيدنې له امله دقربانيانو شمير ٤١ تنو ته ورسيد

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دبدخشان ولايت  دشکې ولسوالۍ په  په شيرنظم کلي کې په دې وروستيو وختو کې دواورې ښوئيدنې له امله دقربانيانو شمير ٤١ تنو ته ورسيد.

دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزي دتياري داداري رييس ثناوالله اميري باختراژانس ته وويل ددغې پيښې له امله  له مصيبت ځپلو کسانوسره دمرستي په خاطر  په دغه ولايت کې دسرې مياشتې دنماينده ګي رياست پنځه سوه جوړي  ژمني  جامې، سل سفري بستري ، لس بنډله پلاستيک او ديو روغتيايي ټيم مرسته کړې ده .

دغه راز دنړۍ روغتيايي سازمان  نيم ټنه درمل ددغې پيښې له امله دزيانمنو شويوکسانو په واک  کې ورکړي دي .

دغه راز ډبيلو اف  پي   يا دنړۍ دخوړو سازمان ژمنه کړې ده  چې ديوې اوونۍ لپاره  په دوه سوه زيانمنو شويو کورنيو خوراکې توکې وويشي .

دغه راز دبدخشان ولايت له پيښوسره دمبارزي رياست  د پيښې په سيمه کې  يوه اندازه نغدي پيسې ويشلي دي .

دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب ويلي دي دغه توکې   ديوهليکوپتر په واسطه دپيښې ځاى ته ليږدول شوي دي.

ده زياته کړه دروان کال په وروستيو دريو مياشتو کې  په دغه ولايت کې دوارې ښوئيدنې له امله يوسلو يوويشت تنه له منځه تللي دي او يوسلو اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

ديادونې وړ ده  چې ځينو خبرځايونو په بدخشان کې په  وروستيو وختو کې دواورې ښوئيدنې له امله دقربانيانوشمير ٤٤ تنه ښودلي دي.

داپه داسې حال کې ده چې  په ولسي جرګه کې  دبدخشان دخلکو استازو فوزيي کوفي  او نيلوفر ابراهيمي ويلي دي  چې تراوسه پوري ددغې پيښې  له زيانمنوشويوکسانوسره هيڅ راز مرسته نه ده شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته