امنیت

د يو مخابراتي شرکت څلور تنه انجينران وتښتول شول

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٥ :
په غورولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي: طالبانو پرون د اتصالات د مخابراتي شرکت څلورتنه انجينران وتښتول.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: طالبانو د اتصالاتو په مخابراتي شرکت پورې اړوند څلور تنه انجينران کله چې ددغه شرکت د مخابراتي آنتونو د تخنيکي ستونزې د لرې کولو لپاره دغورولايت د شهرک ولسوالۍ د حوض تنګين ساحې ته تللي وو؛ وتښتول.
ده وويل: طالبانو څو ورځې مخکې په دغې سيمه کې د اتصالاتو دمخابراتي شرکت آنتونه سوځولي او ويجاړکړي و.
دغور د والي ويندوى وويل: د تښتول شويوکسانوبرخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى او په دې باب څيړنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته