سیاست

جمهور رئیس غني د برتانیې له لومړۍ وزيرې سره ټليفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د زمري د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د برتانیې نوې لومړۍ وزیرې ټېرېزا می تېره شپه ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ټلیفوني خبرو پر مهال دواړه لوري د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا په ځانګړي توګه د افغانستان او برتانیې د مناسباتو د پیاوړتیا په هکله وغږیدل.
د برتانیې نوې لومړۍ وزیرې جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، برتانیه خپلو هغو تعهداتو ته چې په وارسا ناسته کې يې کړي دي ژمنه ده.
هغې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ وې ویل، د افغانستان د حکومت له خوا له فساد سره د مبارزې د بنسټونو له جوړیدو  په ځانګړي ډول د درنو جرمونو د تحقیقاتو د برخې ملاتړ کوو.
په پای کې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برتانیې د دوامدارې همکارۍ له امله مننه وکړه او ددغه بهیر په دوام یې ټېنګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته