خبرونهفرهنګټولنه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري سلګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو عمومي مدیریت لخوا ۳۰۰ بې وزله او یتیمو زده کوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي، خطاطۍ، املا او انشاء برخو کې د ژمني وړیا کورس پرانسته وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پرانیستې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار وویل، چې یاد ریاست ویاړ لري، چې هر کال په فرهنګي، هنري، کتاب لوستنې او ټولنیرو برخو کې خپلو هېوادوالو ته خدمتونه او برنامې وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، چې موږ د دغو کورسونو ترڅنګ په ښار کې یې له نورو ځانګړو کورسونو سره په تخفیف تړونونه کړي، چې په کې زده کوونکي په کم لګښت زده کړې وکړي.

په دغه غونډه کې د پکتیا پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي سیف الرحمن سعد او ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس مولوي عبدالغفور تایب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې وستایلې او له مشرتابه یې مننه وکړه، چې د هېواد بې وزله او یتیمانو لپاره یې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې، هغوی د نورو ورته پروګرامونو په لاره اچولو کې د بشپړې هکارۍ ډاډ ورکړ.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا