سیاست

دانتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس انتخاب شو

کابلباخترداسد١٢
ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغو انتخاباتوکې چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس ، مرستيال او منشي د انتخابولو په مقصد ترسره شول؛ ډاکتر احمد يوسف نورستاني ددغه کميسيون د رييس ، عبدالرحمن هوتکي د مرستيال او ګلالى اڅکزي د منشي په توګه انتخاب شول.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون نهو تنو نويو غړو دتيرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د جمهور رييس په وړا ندې د لوړې مراسم پرځاى کړل او نن په آزادو انتخاباتو کې د کميسيون له نهو تنو غړو څخه ددغه کميسيون رييس ، مرستيال او منشي وټا کل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته