خبرونهفرهنګښوونه او روزنه

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۷ تنه فارغ شول

 کابل، د  کب ۲۸مه، باختر

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وایي، چې د د غه ریاست د ژمني وړيا کورس څخه ۳۰۷ تنه زده کوونکي د کمپيوټر، انګليسي ژبې، خطاطۍ، املا او انشاء او رياضي زده کړو څخه فارغ شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ياد شمېر زده کوونکو ته په وړيا ډول په بېلابېلو برخو کې درې مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.

اسلام يار زياته کړه چې اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو علمي روزنې په موخه ډېری شخصي ښوونيزو مرکزونو سره په تخفيف او وړيا ډول د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

د يادولو وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په مرکز ګردېز او ولسواليو کې ۵۰۰ زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې په وړيا ډول د زده کړو زمينه برابره شوې ده.

ځلاند،ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا