ټولنه

په هلمند کې د مجاهدينو بريا (ثور اتمه) په شاندارو مراسموسره ولمانځل شوه

کابلباختردغويي دمياشتې ١٠
په هلمند ولايت کې د مجاهدينو بريا (د ثور اتمه) ۲۵ کاليزې په وياړ لمانځغونډه په پرتمينو او شاندارو مراسمو سره ترسره شوه.
ياده لمانځغونډه چې، د هلمند ولايتي ادارې له لوري د ولايت دمقام په وړاندې نيول شوې وه، د هلمند نظامي شورا غړو، جهادي شخصيتونو، ديني عالمانو، قومي شوراګانو، بېلابېلو تنظيمونو، مدني بنسټونو، ښځو، ځوانانو، د ټولو ملکي ادارو کارکوونکو او د وسله وال پوځ د سلګوونو سرتېرو په شمول شاوخوا ۱۵۰۰۰ تنو ګډون کړی وو.
د غونډې چاپيريال کې د هلمند او هېواد نوموتو لسګونه شهيد شويو جهادي مشرانو او د امنيتي ځواکونو د شهيدانو عکسونه د درناوي لپاره لګول شوې وه.
په غونډه کې هلمند والي حيات الله حيات وويل: د ثور اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا ورځ ده، په دې ورځ افغان مجاهدینو له اوږدې خونړۍ مبارزې وروسته بریا خپله کړه، چې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو په وسله واله مبارزه کې کابو دوه میلیونه افغانان شهیدان، یو نیم میلیون وګړي معیوب او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شول.
هغه زياته کړه، د ۱۳۷۱ هجري لمريز کال د ثور په اتمه نیټه د افغان مجاهدینو بریالیتوب د افغانستان د اوسني تاریخ یوه ډیره مهمه پیښه ده. په دې ورځ د افغانستان د لوی ملت عظیمو قربانیو رنګ راووړ او زموږ د تاریخ یو نوی پړاو پیل شو.
ښاغلي حيات وويل، ددې ورځې په یادونې سره د خپل هغه ویاړلي ملت د ملیونونو شهیدانو او معلولینو  د قربانیو درناوی کوو، چې د سپیڅلي جهاد لارویان او د ګران هیواد د ازادۍ او ساتنی لپاره یی ځانونه نظرانه کړل او یا یې  د خپل بدن خواږه اندامونه قرباني کړل.
دهلمند والي وويل، پکار ده چې د خپل ویاړلي تاریخ له کارنامو مثبته ګټه واخلو، د تیرو ترخو تجربو تکرار مخه ونیسو او نن د هیواد ژغورلو لپاره په متحدانه ډول یو بل ته د اتفاق او ورورلۍ لاسونه ورکړو؛ د خپلو  ملی امینتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ وکړو  څو په ریښتینې هیوادنۍ مینه د افغانستان دښمنانان له منځه يوسو.
ښاغلي حيات يو ځل بيا پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له خپلو ورانکارو کړنو، وژنو او بې ځايه وسله والې جګړې لاس واخلي، له خپل منتخب حکومت سره د سولې لاره غوره کړي او خپله مبارزه په سياسي او قلمي توګه پرمخ بوځي.
په غونډه کې جهادي مشر آمير حفيظ الله خان د خپلې وينا په ترڅ کې د هلمند له والي حيات الله حيات څخه مننه وکړه، چې ددې وياړلې ورځې په وياړ او د مجاهدينو د بريا کاليزې لمانځلو په هدف يې له تېرو کلونو سره په ډېر تفاوت خورا شانداره مراسم پرځاى کړل.
ده هم په خپله وينا کې د مجاهدينو پر قربانيو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او پر ټولو ولسونو يې د يووالي ټينګار وکړ.
دهلمندد ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخوندزاده او هلمند کې د جهادي شورا مشر محمد عمر قانع د خپلو خبرو په ترڅ کې د ثور اتمه د افغان تاريخ پر پاڼه يو نوی او وياړلی فصل وباله او د هلمند له والي حيات الله حيات څخه يې مننه وکړه، چې دغه ورځ يې د څو کلونو په پرتله بې بې سارې ولمانځله.
تر ويناو وروسته د هلمند ملکي، نظامي ادارو او هوايي چورلکو له لوري د نظامي شورا او ګډونوالو پر وړاندې بېلابېل نمايشونه ترسره شول، چې د ګډونوالو په تودو چکچکو او ولولو سره بدرګه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته