امنیت

په لغمان کې ۱۰ تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

مهتر لام باخترد  وږي د میاشتې ۲۹ مه
په لغمان ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه وسله وال ووژل شول، ۳ تنه ټپیان شول او ۴ تنه یې ژوندي و نیول شول.
د والي ویاند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه افغان ځواکونو د صفر دوه قطعې د غوڅ ملاتړ په همکارۍ  د مرکز اړوند د الینګار د سیند د پنج پای په سیمه کې عملیات کړي چې له امله يې د وسله والو د يو سرګروپ ګل محمد عدالت په ګډون اووه تنه  مخالفين ووژل شول درې تنه ټپيان شول او څلور تنه ژوندي ونیول شول.
ځواک زیاته کړه چې ګل محمد عدالت او د هغه تروریستي ډلې په دغه سيمه کې  په ډیری جنایتونو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود چې له وړاندې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څار لاندې وه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته