
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون اړوند کادري روغتون سره د ٢.٧ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته وشوه.
د پکتیا د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي له باختر آژانس سره په خبرو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري له دغه روغتون سره د مرسته شویو توکو اقدام بې ساری وباله او دې برخه کې یې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې وړاندې هم له یاد روغتون سره د PU-AMI موسسې لخوا د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته شوې وه.
ص