ټولنه

د عالمانو د سراسري شورا غونډ جوړه شوه

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې نن د دې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوی قیام الدین کشاف په مشرۍ غونډه وکړه او په ډېرو مهمو موضوعاتو لکه د اسلام له نظره ځان وژنې، بمي بریدونو، په ناحقه مسلمان وژنې، د جوماتونو ، مدرسو او ښوونځیو تخریب، په ظلم او ناروا توګه د مسلمانانو د مالونو خوړلو، د نشه یي توکو په خاص ډول د شرابو او د سرکوزي د غوښې د واردولو، له پولې آخوا څخه د افغانستان د کونړ ولایت پر خاورې د بریدونو، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ پر محاذ د افغانستان خاورې ته د پاکستان وړاندې راتګ، له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغانستان د حالت د خرابېدو په هکله د لویدیزو رسنیو تخریبي خپرونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په باب بحثونه او خبرې اترې وشوې، چې تفصیلات به یې په مصوبه کې راشي.
همدا رنګه عالمانو پرېکړه وکړه، چې یو شمېر نور موضوعات چې په سملاسي توګه د دولت د اړوندو ادارو له خوا باید کړنې ترسره شي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ته دې په لیکلي ډول وړاندیز وشي، ترڅو د هغو په هکله حکم صادر کړي.  د عالمانو شوری غونډې به د پنجشنبې تر ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته