سیاست

دحکومت داطلاعاتو او رسنيو دمرکز اعلاميه

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دحکومت داطلاعاتو او رسنيو دمرکز اعلاميه
لکه څنګه چې ليدل کيږي په دې وروستيو وختو کې يو شمير تصويرې  رسنۍ تجارتي  پيغامونه له مجهولو پتو څخه  خپروي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دحکومت او دامريکا دمتحده ايالاتو  دلوري  ترمنځ دامنيتي قرار داد په لاسليک کولو پورې اړوند مطالب پکې دى .
په دغو پيغامونو کې په دې باب چې بايد امنيتي قرارداد دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له خوا لاسليک شي ديوشمير مجهوالهويه کسانو په نظريو او څرګندونو  ډ ډه لګول کيږي چې دغه نظريې په هيڅ صورت دافغانستان دخلکودروا غوښتنو استازيتوب نه شي کولاى او کولاى شو داسې پروپاګند وبولو چې يو اړخيز هدفونه  تعقيبوي .
څرنګه چې په دغو سپاتونو کې د لويې  جرګې له نامه څخه چې  دافغانستان يوه مهمه ملي او وګړنۍ موسسه  ده ، دمشخصو سياسي هدفونو په مقصد  ناوړه استفاده کيږي او دمشخصې پتې له لرلو پرته دتجارتي اعلانونو په نامه خپريږي ، ضرورې بلل کيږي چې دهيواد عدلي  ارګانونه په تيره بيا لويه څارنوالۍ موضوع دحقايقو دموندلو په مقصد په قانوني ډول تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته