کابل باختر دثور ٢٣
په بادغيس ولايت کې لس تنه پوليس تيره شپه مسموم شول .
دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ دقره قال د سيمې دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان نجم الدين باختر اژانس ته وويل: دغه کسان تيره شپه له ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شول .
ده زياته کړه: مسموم کسان روغتون ته وليږدول شول . او تر درملنې لاندې دي .
ده طالبان دد غه کار مسوول وبلل اوزياته يې کړه دغه پوليس د وچي ډوډۍ له خوړولو وروسته چې له بازار څخه پيرودل شوې وه مسموم شول .
دبادغيس ولايت دروغتون سرطبيب ډاکتر ابراهيم وايي دغه روغتون ته لس تنه مسموم شوي پوليس ليږدول شوي دي چې ددريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
دقادس ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان په دې پيښه کې دلاس لرلو په تور څلور تنه نيولي دي .
ديادونې وړ ده قوماندان نجم الدين څه ناڅه شپږ مياشتې مخکې له خپلو دوه سوه تنو افرادوسره له دولت سره يوځاى شوي و او دقادس ولسوالۍ په قره قال سيمه کې يې امنيتي پوستې جوړې کړي دي .