سیاستخبرونه

د پکتیا نوي مرستیال والي دنده پیل کړه

کابل، د تلې۱۸مه، باختر

د پکتیا لپاره نوي ټاکل شوي مرستیال والي مولوي انعام الله(صلاح الدین) نن د مرکز ګردیز د جرګو په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او مجاهدینو ته ور معرفي او رسما يې دنده پیل کړه.

په دغو مراسمو کې د پکتیا والي الحاج محمد خان “دعوت” د پکتیا پخواني مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن “منصور” او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

د پکتیا نوي مرستیال د یاد ولایت د ادارو مسؤلینو او ولس ته ډاډ ورکړ، چې په اخلاص او صداقت سره به په کډه د دې خاورې  او ولس خدمت کوي.

وحید روښان/ افغانمال

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا