امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ونيول شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٨ :

شپږ تنه وسله وال  طالبان په کاپيسا ولايت کې د پوځيانو  دځانګړو عملياتو  په بهېرکې ونيول شول.

ددغو عملياتو په بهېرکې  چې  تيره شپه ناوخته په نجراب ولسوالۍ کې  دطالبانو  په يو پټنځي ترسره شول ، دوه تنه يرغلګر ووژل شول.

په يرغلګرو هغه وخت  دځانګړو ځواکونو له خوا بريد وشو  چې  په خپل پټنځي کې  داختر په ورځو کې په خلکو  دتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دپلان په طرحه کولو بوخت وو.

په کاپيسا ولايت کې دملي اردو  يوه  قوماندان  د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغو ځانګړو عملياتو په بهېرکې   دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول  او شپږ تنه نور يې ونيول شول.

ويل کيږي چې  د دغو عملياتو په بهېرکې پوځيانو او د سيمې ملکي وګړو ته زيان  نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته