کابل باختر د زمري دريمه :
دجوزجان والي يو پلورل شوى ماشوم بيرته دهغه دمور غيږې ته وسپاره .
دغه ماشوم په اووه ورځنۍ کې دهغه دبې وزلې کورنۍ له خوا دڅلورديرشو زرو افغانيو په بدل کې پلورل شوى و .
دجوزجان والي لطف الله عزيزي چې يوه مياشت وروسته ددغه ماشوم په پلورنې خبر شو دماشوم دپيرودنې پيسې يې ورکړې او هغه يې بيرته دخپلې مورغيږې ته ستون کړ .
والي ژمنه وکړه چې تر دووکلونو پورې ددغه ماشوم له کورنۍ سره مالي ملاتړ کوي .
دجوزجان والي لطف الله عزيزي ددغه ماشوم دسپارلو په وخت کې وويل چې دانسان پلورنه اوپيردونه جرم دى . او له دې وروسته به ددغه شان قضيو عاملان مجازات شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ