امنیت

په زابل کې د يو لړ چاودنو مخنيوى

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
په زابل ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو  د زابل ولايت په ګڼ ميشتو سيموکې درې ځاى پرځاى شوي ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډکړي دي.
د زابل ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو دغه ماينونه له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې د زابل ولايت دشهر صفا او شاجوى دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز قلات ښارپه ځينو سيمو کې کشف اوشنډکړي دي.
ده وسله وال طالبان  ددغو ماينونودښخولو عامل وبلل او ويې ويل چې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
د يوبل خبر له مخې:  درې تنه يرغلګر طالبان په زابل کې ووژل شول.
په يرغلګرو نن سهارهغه وخت د پوځيانو له خوا ډزې وشوې چې په شاجوى ولسوالۍ کې يې د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته