امنیت

په کونړکې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
امنيتي ځواکونو تېره شپه د کونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييز بريد د شنډولو په وخت کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان کړل.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د مرورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو په پوستو بريدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې سبب شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې جګړه کې امنيتي ځواکونه د بريد په شنډولو بريالي شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې : په دې جګړه کې امنيتي ځواکونه د بريد په شنډولو بريالي شول؛ پنځه تنه طالبان يې ووژل او دوه تنه نوريې ټپيان کړل.
د دغه بريد د شنډولو په بهيرکې د ملي اردو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته