خبرونهښوونه او روزنه

د پکتیکا د ولسوالیو ښوونځیو ته درسي کتابونه ولېږدول شول

کابل، د وږي ۱۹ مه، باختر

د پکتیکا، په مرکز، مټاخان، سرروضې، ارګون، نکې، زېړوک، ګیان، ګومل، برمل، اومنې، یوسف خېلو، یحیی خېلو، خیرکوټ، جانیخېلو، ډیلې، خوشامند، وازیخوا، تروې او وړممۍ ولسوالیو ښوونځیو ته له لومړي تر دولسم ټولګي کتابونه وېشل کېږي چې یو شمېرو ته یې وېشل شوي او نورو ته به هم ووېشل شي.

د لېسو ښوونکي او زده کړیالان د درسي کتابونو ویشلو ته زیات خوشاله دي. هغوی وايې، چې مخکې به له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو اوس به یې په دغو کتابونو سره شته ستونزې راکمې شي.

ځايي چارواکي وايي، چې 86عنوانه درسي کتابونه له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې چې جمله 631621 جلده کېږي په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې به ښوونځیو ته ووېشل شي.

مسوولین زیاتوي چې دغه راز پر نویو شاګردانو د يونیسف مرسته شوي شپږ قلمه (بکسې، کتابچې، پنسلونه، پنسل پاک، تباشير او قرطاسيه) ووېشل شول.

د یادوني وړ ده، چې د لومړي ځل لپاره وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو ته کتابونه ولېږدل شول، چې د  مسوولینو په وینا، پاتې نورو ولسوالیو ته به هم د پلان مطابق درسي کتابونه ولېږدول شي.

محمد اکرم شهاب ـ ن.رـ ش. ب

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا