کابل – باختر د ثور دمياشتې ٥
څلور تنه پاکستانى طالبان نن په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ديورنډ له کرښې څخه له را اوښتو وروسته دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهيواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل طالبان د ډيورند له کرښې څخه له رااوښت او دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان د دوى له بريد وروسته دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ