
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د IRC موسسې په مالي ملاتړ ۴۸ کورونه، د ۷.۵ میلیونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.
په برمل ولسوالۍ کې د کورونو جوړولو د څار کمېټې مسول مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ۳۳ کورونه له سره رغول شوي او د ۱۵ نورو کورونو د ترمیم چارې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د کورونو رغولو او بیا رغولو چارې د یادې موسسې له لوري د کورونو مالکینو په خوښه مخکې وړل کېدلې.
محمد اکرم شهاب\ص