روغتیا

په هرات کې د ښوونځيو په وړاندې د غير روغتيايي خوراکي توکو د پلورلو منع کېدل .

کابل باختر  دوري دولسمه :
د هرات ولايت د عامې روغتيا  رياست د تودې هوا په فصل کې  د ناروغيو د خپريدو د مخنيوي په مقصد د ښوونځيو د دروازو سره د غير روغتيايي خوراکي توکو پيرودل او پلورل منع کړي دي .
  دغه رياست اعلام کړى دى  چې په سرخلاصي توګه  په خوراکي توکو او د څښاک د اوبو پلورل  چې له خاورو ، دوړو او خزندو سره يوځاى دي  د ښار په کچه او په تېره بيا د ښوونځيو په وړاندې جدي منع شوي دي .
د هرات د عامې روغتيا رياست دغه راز له کورنيو څخه غواړي  تر څو د خپلو  ماشومانو د غير روغتيايي  خوراکي توکو د پېرودلو مخنيوي وکړي .
  ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته