خبرونهاقتصادټولنه

د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو په معاملاتو کې د افغانیو د کارونې پرېکړه وکړه

کابل، د تلې۱۵مه، باختر

د پکتیکا ولایت د اداري مجلس د پرېکړې په اساس به له دې وروسته پېراو پلور په افغانیو کېږي.

د همدې پرېکړې وروسته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل (شکیب) په مشرۍ ناسته ترسره شوه او د یاد ریاست ټولو کاکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې راکړه ورکړه دې په افغانیو تر سره کړي.

مولوي شکیب د پکتیکا د ولسوالیو د کرنې مدیرانو ته رسمي خبر ورکړ،  چې له دې وروسته د عشر عواید هم په افغانیو راټول کړي.

په ورته وخت کې د ارګون ولسوالۍ د جلغوزیو په مارکېټ کې د جلغوزیو اخیستل او خرڅول په افغانیو پیل شول.

د پکتیکا د کرنې ریاست مسوولینو خبرداری ورکړ، چې وخت پر وخت به د جلغوزیو له مارکېټ څخه لیدنه کوي او که کوم څوک د کلدارو او یا نورو بهرنیو اثارو په راکړه ورکړه ونیول شي، نو د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا