امنیت

دجنايي جرمونو په تور دوه مشکوک کسان ونيول شول

کابل باختر د چنګاښ  لسمه :
دکابل پوليسو دوه کسان دوژنې په تور ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز  باختراژانس ته وويل: دسه شنبې په شپه دکابل ښار يوتن اوسيدونکى دلواى بابه جان  په ساحه کې دموټرو په يوه ورکشاپ کې ووژل شو .
ددغه وژنې عاملين تښتيدلي  وو چې پرون يوتن يې دبابه جان  لوا له ساحې څخه او دويم مشکوک دکابل ښار دڅلورمې  ناحيې دتايمنيو  له ساحې   څخه  ونيول شول .
  ديو بل خبرله مخې ،دکابل  پوليسو دغلا ديو قضيې عامل دکابل ښار د يوولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيو .
  پر نيول شوي سړي  دکابل ښار  د  يوولسمې ناحيې  ديو اوسيدونکي له کور څخه داويا ګرامو سرو زرو او ٢٠٠ زره افغانۍ  نغدو پيسو دغلا تور لګولى شوى دى .     ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته