کابل باختردتلي اتلسمه :
د ولسواليو د جام د واليبال سياليو پرون په هرات ولايت کې په څلورو لوبو سره دوام وکړ .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د کروخ ولسوالۍ ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د اوبې ټيم ته، د کهسان ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د زنده جان ټيم، د انجيل ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د تورغنډي الف ټيم ته او د تورغنډي بې ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د شينډنډ ټيم ته ماتې ورکړه .
د ولسواليو د جام د واليبال سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې او د جمعې په ورځو دوام مومي .
1 1 دقیقه لوستل