خبرونهروغتیا

د پکتیکا ملکي روغتون له ۷۵ څخه ۱۵۰ بسترو ته لوړ شو

 کابل، غبرګولی ۱۵ مه، باختر

د پکتیکا چارواکي وايي چې د دغه ولایت ملکي روغتون ظرفیت له ۷۵ څخه تر ۱۵۰ بسترو ته لوړ شوی دی.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار باختر آژانس ته په خبرو کې وویل، اسلامي امارت ژمن دی، چې د عامې روغتیا او نورو اړخونو د پیاوړتیا په برخه کې د مسؤلیت له مخې هڅه وکړي او هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي ترڅو د تداوي په موخه هېوادوال په تېره بیا پکتیکاوال نورو هېوادونو ته په تګ مجبوره نشي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس حکمت الله عصمت وایي د ولایتي روغتون په ارتقاء سره د دې روغتون روغتیایي کارکوونکي زیات او د هغو ناروغیو د تشخیص څانګې پرانیستل شي، چې تر اوسه یې شتون نه درلود.

قومي مشر او روغتیایي شورا پخوانی رئیس حاجي سیدالله له اسلامي امارت او د اړوندو روغتیایي بنسټونو له همکارۍ او ژمنتیا د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د پکتیکا په ولایتي روغتون د ناروغانو د زیاتوالي له کبله ناروغان او روغتیایي کارکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه وویل د دې روغتون ارتقاء به د درملنې په برخه کې را ولاړې شوې ستونزې او مشکلات له منځه یوسي.

صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا