امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۱۲۴ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

 کابل باختردزمري دمياشتې ١٢مه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او يرغليزو عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، دطالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان او یو تن د ځانمرګو بريدونو مسوول په ګډون ۱۲۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۲۶تنه  نور ټپیان  شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په
ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردک، خوست، لوګر غزني،کندهار،ارزګان ، بادغیس،  فاریاب، بغلان ، بدخشان ، کندز  او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په نتيجه کې يې د پکتیکا ولایت  د ګومل په ولسوالۍ کې ۷۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ  او مرکز کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان ، د فاریاب ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د لوګر ولایت د بره کې برک په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان اسدالله کوچي په ګډون ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د  د میدان وردګو ولایت د سید آباد او چک په ولسوالیو کې د ځان وژونکو  بریدونو مسوول حاجی فضل الله په ګډون  ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د بدخشان ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان او یو موتر له منځه وړل شوی ، د کندز ولایت مرکز  د تلوکې په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټبیان او د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر وژل شوی دی .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ چانیز او ۲۳خاص کماندو یياده ۲ شپني  عملیاتونه د هیواد  په ۱۵ ولایتونو کې په لاره اچول شوي،د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۶پروازونه د ملي اردو ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او ۶ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو ګوزارې شوي دي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.
ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري
پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته