ټولنه

د پکتیکا په بڼوالو د تورې سرې وېشل کېدل

ښرنه باختر د زمري ۸ مه
د پکتیکا ولایت د بېلابېلو سیمو شاوخوا ۱۱۵۰ بڼوالو باندې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي  پروګرام له خوا توره سره وویشل شوه.
د دغه ولایت د والي مرستیال انجنیر شېرباد شاه ارګوني د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته چې یاده سره هغو بڼوالو ته ورکول کېږي چې په تېر او روان کال کې ورته د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له  لوري بڼوڼه جوړ شوي دي.
بڼ لرونکو د سرې په ترلاسه کولو د پکتیکا له ولایتي ادارې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې سره به یې حاصلات نور هم زیات شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته