کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
دکابل دچار اسياب ولسوالۍ دخيراباد داوبو کانال له بيا رغاونې او داوبو دخړوبولو دشبکې له بيا جوړولو وروسته نن داستفادې وړ وګرځيد .
دباختراژانس دخبرله مخې ، ددغه کانال په بيا رغاونې سره د ١٠٨٨ هکتار کرنيزې ځمکې اوبه برابره شوې ده چې له بيا رغاوني مخکې ١٧٧ هکتاره ځمکې دکانال له لارې خړوبول کېږي .
په همدې حال کې دکابل دچاراسياب ولسوالۍ اوسيدونکي ددغه کانال له جوړيدو څخه خوشحالى څرګنده کړه او هغه يې دکرنيزو محصولاتو دزياتوالي لپاره يو مثبت ګام وباله .
دغه کانال دپروژو دانسجام درياست او دانرژى او اوبو لګولو وزارت د IRDP
بنسټ له خواجوړ شوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ