خبرونهفرهنګ

اسلامي امارت د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي هغه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې تروریزم د بیا احیا کېدو په حال کې دی، رده کړه

کابل / د سلواغې / ۳۰ باختر

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د تروریزم د بیا احیا کېدل بلل شوي دي اندیښنه څرګنده کړې ده؛ خو اسلامي امارت د یاد سازمان د سرمنشي ادعا رد کړې ده.

انتونیو ګوترش پرون په آلمان کې د مونیخ د امنیتي غونډې د پرانیستلو په مراسموکې وویل: له افغانستان څخه بهر ته د تروریزم پراختیا ښي چې تروریستان د واک له تشې څخه په استفاده کې مهارت لري.

د هغه په خبره د داعش ډله په سوریه کې له ماشومانو د انساني ډال په توګه استفاده کوي او د القاعده شبکه او په هغه پورې تړلې ډلې د زیان رسولو لپاره د ستر قدرت د پیدا کولو په حال کې دي.

ګوترش په خپله وینا کې د تروریزم او بنسټپالنې ترمنځ اړیکو ته اشاره وکړه او ويې ویل، دغه دوه پدېدې په هغه ځای کې وده کوي چې هلته بې وزلي ، لوږه ، نابرابري او بې عدالتي شتون ولري.

په همدې حال کې تاجکستان، قزاقستان او پاکستان هم له افغانستان څخه د تروریزم د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړي دی؛ خو اسلامي امارت دغه اندېښنې موجه نه بولي او ټینګار کوي چې له افغانستان څخه به پر هیڅ کوم بل هېواد برید ونه شي او دغه هېواد په نړیوالو کنواسینونو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

اسلامي امارت پخوا ویلي و چې یوشمېرهېوادونو او سازمانونو د تروریزم او بنسټپالنې مساله په یوه تبلیغاتي آله بدله کړې ده او هڅې کوي چې په افغانستان کې ستونزې ډيرې لويې وښي .

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته