(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

د پکتیکا په وازي خوا ولسوالۍ کې د علمي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه


کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
نن د پکتیکا ولایت لرې پرتې وازي خوا ولسوالۍ کې پر ۲.۸ جریبه ځمکه د سیمې د یوه اوسېدونکي مولوي عبدالمالک سعید په شخصي لګښت د یوه علمي مرکز( ندوة الطّیبین) د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال مرستيال حمدالله نعماني، امنیه قومندان حاجي عُمیر، د ابتدائیه محکمې رئیس قاضى امیر محمد نثار، د ښوونې او روزنې آمر مولوي عالم شاه خلیل، د مرکزي جومات خطیب مولوي محمد یعقوب سلمان، د امربالمعروف آمر مولوي روزي محمد طیب، د راشاد، حج او اوقاف مدیر مولوي محمد سلیم او نورو مسوولینو تر څنګ د سیمي ۹۰ دیني عالمانو، د جوماتونو امامانو او سیمه ییزو مخورو ګډون کړی و.
غونډې ته وینا کوونکو د سیمې په کچه تعلیمي بهیر ته له ورپېښو ستونزو په یادونې سره په یوه غږ له اوسني نظام څخه دې سیمې ته د جدي توجه غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په قصدي ډول له پامه غورزول شوي وو.
دوی وویل، چې سیمه کې یې د نورو اړتیاوو تر څنګ د ښوونې او روزنې لپاره هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده او په دې برخه کې هرګام ته د قدر په سترګه ګوري.
ورته مهال مولوي عبدالمالک سعید وویل، چې دغه مرکز به د ناظرې او دارالحفاظ، د دیني علومو او د عصري زدکړو جلا – جلا برخې ولري او همدانګه به د مطالعې د دود د عامولو په موخه یو کتابتون هم چې هرڅوک به ترې د مطالعې او څېړني په برخه کې استفاده کوي جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې له دغه مرکز څخه یې هدف د سیمې دیني عالمانو او استادانو ته د علمي خدمت او ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي.
غونډې ته راغلو دیني عالمانو په خپلو خبرو کې دا یو نېک اقدام وباله او له شتمنو یې وغوښتل، چې د دیني مرکزونو په تمویل کې درنه ونډه واخلي.
پاته دې نه وي، چې په وازي خوا او ورڅېرمه لرې پرتو ولسوالیو کې د خلکو او وخت اړتیاوو ته په کتو د زده کړو امکانات له نشت سره برابر دي او د کمزوري اقتصاد له کبله یې خلک خپل اولادونه په شخصي لګښت مرکز او لویو تعلیمي ادارو ته هم نه شي لېږلای.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا