(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې
کابل، د وږي ١٧مه، باختر
د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري په ګیان ولسوالۍ کې د ګرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې، چې د پنځو کالو په موده کې به ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراجوي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي مولوي فیض الله جمال حقاني وایي، پکتیکا ولایت د کانونو په برخه کې زیاتې زېرمې لري او د اسلامي امارت مسوولین دې ته ژمن دي، چې د هېواد د بهبود او آبادۍ لپاره ترې ګټه واخلي او چارې به یې وخت پر وخت پیل کېږي.
مولوي جمال حقاني وویل:(د ګیان ولسوالۍ د کرومایټ کان کې به د سیمې ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمېنه برابره شي او د شا اوخوا ۲۸ میلیونو افغانیو په ارزښت به په یاده سیمه کې پروژې پلې کېږي، چې په دې کار سره به د سیمې د خلکو زیاتې ستونزې حل شي.)
ورته مهال د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي نظر ګل صیاد وویل، چې د اړوند وزارت د هوکړه لیک پر اساس د کرومایټ دغه کان د پېټرا راک یا هم د کانونو د استخراج پروسس شرکت ته د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په قرار داد ورکړل شوی، چې له یادو ۶۷ میلیونو افغانیو څخه به ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په یاده سیمه کې پروژې پلې کېږي.
مولوي صیاد وویل، یاد شرکت به د ۵ کالونو په لړ کې ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراجوي، چې په یو ټن به ۱۵ زره ۱۰۰ افغانۍ د دولت عوایدو ته ورکوي.
هغه زیاته کړه، چې د ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراج به د ۵ کالونو په جریان کې ۱،۳۵۹ ملیارده افغانۍ د دولت عوایدو ته جمع کېږي.
د یاد شرکت انجنیر وایي، د دغه کان زېرمه تر نورو کانونو زیاته ده او هم یې کرومایټ د نورو کانو په پرتله ښه کیفیت لري.
ورته مهال یو شمېر کسان چې دغه کان کې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښ دي، چې په خپله سیمه کې کار کوي.
هېره دې نه وي، چې شااوخوا یو کال مخکې د مرکز ښرنې اړوند د جرکنې او د سرحوضې اړوند د ګلردین په سیمه کې هم د ډبرو سکرو د کانونو د استخراج چارې پیل شوې وې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا