
کابل، د مرغومې ۱۴ مه، باختر
د غزني ولایت د مرکز اړوند په آرزو کلي کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ د پیروان صلح لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د ورزش آمریت له لوري د آرزو کلي په کوربه توب د ٦ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
د سیالیو پایلوبې ته پیروان صلح او بهار آزادي لوبډلو لاره موندلې وه چې په پایله کې پیروان صلح لوبډلې وکولای شول خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
د سیالیو موخه د ورزش وده او د کلیو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځ ته کول ښودل شوي دي.
س.صديقي