نړۍ

داوکراين ددفاع وزير : له ناټو څخه وسله ترلاسه کوو

کيف دروسيي غږ  باخترد وږي دمياشتې  ٢٤  :
داوکراين ددفاع وزير   والري هلتي  اعلام وکړ  چې دشمالي اتلانتيک دتړون دسازمان  ( ناټو ) غړو هېوادونو   اوکراين ته دوسلو دليږدونې کار له څو ورځو را په دې خوا پيل کړى دى.
دروسيې غږ دخبري شبکې  دخبرله مخې :  داوکراين ددفاع وزير  په دې سره  چې  داوکراين دوسله والو کولو کار پخوا پيل شوى دى  اعلام وکړ   چې ما او داوکراين  جمهوررييس  پوروشينکو دروانې مياشتې په  لومړيو وختو کې دناټو په غونډه کې ددغه سازمان  له غړو څخه  دپوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
داوکراين ددفاع وزير اعلام وکړ  چې  دپرمختللو هيوادونو  دبهرنيو  چارو له وزيرانو سره  چې  کولاى  شول  له موږ سره مرسته وکړي .، په خصوصي ډول کتلي دي.  هغوى زموږ  غږ  واوريد او اوس  دوسلو دليږدونې بهير دوام لري.
ده زياته کړه  چې دغه بهير  پخوا پيل شوى دى او دا  هماغه لاره ده چې بايد دوام ومومي .
دامريکا ددفاع وزير چيک هيګل په دې وروستيو وختو کې اوکراين ته   دپوځي  وسايلو او وسلو  دتامينولو   دپټې موافقې په باب بې  خبري ښودلې وه.
پوروشينکو پخوا ټينګار کړى و  چې په دې بريالى شوى دى   چې دناټو دغونډې په بهير کې  ددغه تړون له ځينو غړو هېوادونو سره په مستقيمه توګه  خپل هېواد  ته دپرمختللو پوځي وسايلو دليږدونې په باب خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته