کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه :
اووه تنه وسله وال مخالفين پرون دپلخمري ښار په مربوطاتو کې د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
دپلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونيار قاري وارث باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د پلخمري ښار د شهاب الدين ډنډ د خوږياڼيو په کلي کې ترسره شول چې د وسله والو مخالفينو د سنګرونو په دړې وړې کولو سربيره اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نو يې ټپيان شول.
ديو بل خبر له مخې:
پنځه تنه وسله وال طالبان د زاړه بغلان د جر خشک په ساحه کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل