کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢١ :
د ملي اردو ځواکونو پرون د هېواد په شمال او شمال ختيځو زونونو کې د يولړعملياتو په بهيرکې ديارلس تنه مشکوک کسان ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو ځواکونو د دغو عملياتو په بهير کې د کندز ولايت د چهار درې ولسوالۍ په عيسي خيلو کلي کې په چاوديدونکو توکوبار يو موټر وچاوه
اواته موټرسايکلونه ، دوه فشاري ماينونه ، اته له ځانه جوړ شوي ماينونه ،
د درندو اوسپکو وسلو يوه اندازه مهمات يې له منځه وړي دي او يوولس تنه مشکوک کسان يې نيولي او دملي امنيت منسوبينو ته يې سپارلي دي.
دغه راز د هوايي ځواکونو په ګوزارونو سره دافغانستان دخلکو د دښمنانو دوه ليږدونکي واسطې د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړل شوي دي
1 1 دقیقه لوستل