
کابل، د وږي ١١مه، باختر
د ملی دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي له تخصصي دېپارتمنت څخه د څوارلسو اونیو پرمختللو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته ۴۸۰ سرتېري فارغ شول.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو د فرقې قومندان نصرت حاجی لالا، د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد عمري، د فرقې درستیزوال او ګڼ شمېر مسوولینو او مجاهدینو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه مراسمو کې مسوولینو په ویناوو کې فارغ شویو سرتېرو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړو څخه په خپلو دندو کې ګټه واخلي او نورو مجاهدینو ته دې هم ور زده کړي.
په پای کې فارغ شویو سرتېرو ته د اسلامي نظام د ساتنې او د هېواد دفاع لپاره په هر ډول حالاتو او د هېواد په هر ګوټ کې د خدمت لپاره چمتووالی وښود.
د غونډې په پای کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د مشرتابه له لوري فارغانو ته بري لیکونه هم ورکړل شول.