سیاست

په هرات کې دځمکې دغاصبانو په باره کې دسترې محکمې دهيت دڅيړنو پيل.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
دهرات والي سيد فضل الله وحيدي دسترې محکمې دعالي مقام له هيت سره  په کتنه کې دځمکې له غاصبانو سره د مبارزې په  لاره کې د عدليې او قضايي مسولينو په هلوځلو ټينګار وکړ.
دهرات والي دځمکې له مافيا سره مبارزه  دخپل کارله لومړيتوبونو څخه اعلام کړه او ټينګار يې وکړ چې سيمه ييزه  اداره په دې لاره کې په  جديت سره هلې ځلې کوي.
دسترې محکمې دهيت يو غړي چې د افرادو او اشخاصو د دولتي ځمکو دملکيتونو  دغصب موضوع دڅيړنې په مقصد هرات ولايت ته يې سفر کړى دى په هرات ولايت کې دخپل شتون په بهير کې بيلا بيلې املاکې موضوع ګانې څيړي . ددغه هيت غړي عبدالرحيم عيني باختر آژانس ته وويل :   د افرادو دملکيتونو دغصب د څوځانګړو موضوعګانو څيړنه ددغه سفر اصلي هدف دى ، دهيت دغه غړي  دهرات ولايت له مسولينو څخه د هغو افراد او اشخاصو چې دځمکې دغصبولو ادعاوې   ورباندې شوي دي  د هغوى  د جلبولو غوښتنه وکړه.
په عين حال کې دهرات والي دهيت دسفر دهرکلي په ترڅ کې اړوندو مراجعو ته يي دهيت دکار دپرمختيا په مقصد دمرستې لارښوونه  وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته