سیاستخبرونهTOP

د ځمکو د وېش په برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین فرمان پلي کېږي

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تخار ولایت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ اوسېدونکوته د (١٥٠) جریبه ځمکې د وېش په اړه د امیر المومنین د شپږمې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه نن غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د کرنې، کورنیو چارو، ښارجوړونې وزارت او د ښاروالۍ د عمومي ریاست استازو ګډون درلود، چې په کې د یاد فرمان د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال ټينګار وکړ، چې د هرڅه له مخه دې  د یاد فرمان د پلي کېدو پلان په دقیق ډول ترتیب او د مهاجر سیمې اوسېدونکو ته دې  د نمرو د وېش په اړه عملي کار پيل شي.

هغه همدارنګه وویل، چې د مهاجرینو چارو وزارت د یو شمېر ادارو سره په ګډه هڅه کوي، چې  د راستنېدونکو، بېځايه شویو او اړمنو کورنیو د سرپناه او بشري مرستو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا