امنیت

د تندر قول اردو په چاڼيزو عملیاتو کې ۴ تنه وسله وال ووژل شول

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
د ۲۰۳ تندر قول اردو د چاڼيزو عملیاتو په پایله کې د پکتيکا په ارګون او د غزني په قرباغ او ګیلانو ولسواليو کې  څلور تنه وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
باختر اژانس ته د تندر قول اردو په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د شپږو تنو وسله والو د مرګ ژوبلې سربېره يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته