امنیت

په هوايي بريدکې په بمونوبار موټر له منځه تلل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
په غزني ولايت کې په چاوديدونکو توکو بار موټر تېره شپه د ايتلاف د ځواکونو د هوايي بريد له امله له منځه لاړ.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په چاوديدونکو توکو بارموټر د اندړو ولسوالۍ د حبيب کنډول په سيمه کې له منځه يوړل شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: طالبانو غوښتل دغه چاوديدونکي توکي په غزني ښار کې په ځانمرګو بريدونوکې وکاروي .
د يوبل خبرله مخې :
د غزني ولايت په مرکز پورې اړوند د (شهباز بڼ) په ساحوکې د ايتلاف د ځواکونو د هوايي بريد له امله څلور تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ننګ زياته کړه: په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته