په ننګرهار ولايت کې دځمکې دغاصبانو او پوليسو ترمنځ له نښتې وروسته چې دوه ماشومان پکې ټپيان شول نولس تنه دځمکې دغاصبانو په توګه ونيول شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ : نښته هغه وخت پيل شوه چې دننګرهار دوالي له خوا ټاکل شوي هيئت په بهسودو ولسوالۍ کې دغصب شويو دولتي ځمکو دڅيړلو لپاره سيمې ته ورسيد .
خبرځاى څرګنده کړه دحمکې غاصبانو دهيئت د ورتګ مخه نيوله او پوليسو او زبرځواکو ترمنځ نښته وشوه .
ده زياته کړه:په دې نښته کې دسيمې دوه تنه ماشومان ټپيان شول او نولس تنه ماجرا غوښتونکي چې په دې سيمه کې يې دولتي ځمکې غصبولي ، ونيول شول .