فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په زابل ولايت کې ديرغمل نيونې دپيښې دتعقيبولو په لاره کې چې يوشمير يې ازاد شول درسنيو همغږي وستايله .

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري  جهاني په زابل ولايت کې ديرغمل نيونې  دپيښې دتعقيبولو په لاره کې چې  يوشمير يې ازاد شول درسنيو همغږي وستايله .
دباختراژانس دخبر له مخې، څه دپاسه دوه مياشتې مخکې زموږ يوشمير هيوادوال په زابل ولايت کې يرغمل کړاى شول او له هغې ورځې څخه دهغوى دنولسو تنو  تر خلاصون پورې  رسنيو له ځنډ پرته په دې برخه کې دخبرونواو رپوټونو په خپرولو لاس پورې کړ او هم يې دهغوى دکورنيو دردونه او انديښنې بيان کړې .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په هغه پيغام کې چې په همدې مناسبت يې ليږلى دى  د ١٩ تنو يرغملو په ازادۍ کې درسنيو په ګډون دټولو هيوادوالو رول ستايلي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ  وزير په دې پيغام کې ازادي ستر  الهي نعمت بللى دى او له ټولو ښکيلو ډلو څخه يې غوښتي دي چې نور خپل خلک له دغه حق څخه بې برخې نه کړي او دکورنيو ددردونو او کړاونو سببونه برابر نه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته