امنیت

طالبانو ته د جنګي وسایلو دوه لېږدوونکي په قندهار کې ونیول شول

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
په قندهار کې دوه سړي چې ویل کېږي د دغه ولایت په ځينو برخو کې وسله والو طالبانو ته د جنګي وسایلو لېږدوونکي دي؛ ونیول شول.
دغه کسان تېره شپه د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې په قندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ کې ونیول شول.
په دغو عملیاتو کې یو بل سړی له وسله طالبانو سره د همکارۍ په شک نیول شوی دی.
د ملي امنیت (صفر۳) قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د جنګي وسایلو دوه لېږدوونکي او له دغې ډلې سره د همکارۍ په شک یو بل سړی نیول شوي دي.
د رپوټونو له مخې؛ دغه طالبان د قندهار په ځینو برخو کې د طالبانو ډلګیو ته د جنګي وسایلو او چاودېدونکو توکو په لېږدولو بوخت وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته