ټولنه

دځوانانو پر روان حالت خبرې وشوې .

کابل باخترد ثور اتلسمه :
  دځوانانو دچارو معين ډاکتر  کمال سادات په ټولنيزو چارو کې د جمهوررييس  له سلاکارې ملالى شينوارې  سره وکتل او دځوانانو په روان حالت خبرې وشوې .
  دباختراژانس دخبريال  دخبرله مخې،  په دغې کتنه کې چې په پارلماني چارو کې ددولت وزارت په انګړ کې  ترسره شو د جمهوررييس سلاکارې ملالى  شينوارې دځوانانو دچارو معين کمال سادات  سره دځوانانو دپرمختګونو اولاسته راوړنو او په حکومت کې  دځوانانو  دوندې دارزښت په باب خبرې وکړې .
شينوارى   دغه راز وويل  چې دځوانانو په برخه کې  بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري  چې دافغانستان دخپلواکي  دسلمې کليزې  په وياړ به يې  دځوانانو  دچارو له معينت سره  شريک کړي او له جمهوررييس  غني څخه  يې مننه وکړه چې دځوانانو  په برخه کې يې ددوى مشورې منلي او عملي کړي دي.
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دجمهوررييس  له سلاکارې  ملالۍ شينوارى څخه مننه وکړه او دځوانانو په برخه کې يې  ددې هڅې وستايلې او له جمهوررييس  غني څخه يې خوښي څرګنده کړه چې دځوانانو پرمختګ ته ژمن دى او په سياسي مشارکت کې يې ونډه ورکړې ده
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته