امنیت

دهېواد په لويديځ کې دپولو دامنيت په تامينولو کې دکليوالي اوسيدونکو دهمکارۍ غوښتنه .

کابل باختر د ليندي لومړى :
دهېواد په لويديځ کې امنيتي او نظامي مقاماتو له هراتيانو څخه وغوښتل چې دپولو دامنيت په تامينولو  کې دې له خپلو امنيتي مامورانو سره همکاري وکړي .   دپنځمې سرحدي لوا قوماندان سمونوال ګلبدين الکوزي دهرات دولايتي شورا له مسوولانو سره په کتنه کې  وويل چې دپولو  دامنيت  دتامينولو او له ډار اچوونکو او دنشه يي توکو له قاچاق  وړونکو سره مبارزه کې دخلکو همکاري ارزښتناکه ده .
په دې  غونډه کې دولايتي شورا استازو ژمنه وکړه چې هېوادوال دې له پخوا زيات دپولو دامنيت د تامينولو په کار کې همکاري ته وهڅوي .
ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته